دسولی  پیغام په هکله  

  د سولي په هکله لیکنې

 د سولې پیغام کتاب

  د سولی  په هکله شعرونه

   د سولی آواز

در باره  نویسنده

 د سولی نغمئ

اشعار در مورد  صلح پیشنهادات صلح

   روز بین المللی صلح/ Peace TV

                                 

د سولې پیغام کتاب

 

زموږ جنګ ځپلې  ټولنه په اوسنيو شرایطو کی نه یواځې اقتصادی بیاراغونې ته ضرورت لري  بلکه  د خلکو روحي او ذهني راغونی ته هم د ټولو نه زیاد اړتیا ده ، له بده مرغه  دری لسیزو جګړو زموږ د هیواد د اقتصادي بنسټونو د ویجاړولو تر څنګ زموږ د خلکو پر ذهنونو او کړووړو باندی هم  ډیره  ناوړه اغیزه کړې او زموږ په ټولنې کی یی د سوله ایز ژوند، زغم  ،ورورګلوۍ  او د یو بل سره د اړتیا په وخت کی د مرستې  او لاس نیوی  روحیه چی زموږ د ویاړلي کلتور او دود اودستور یوه برخه وه   ډیره کمزوری کړې ده .
د هیواد اقتصادي راغونې لپاره بهرنۍ مرستی هم پکاریدلی شي خو د ټولنی ذهني راغونه  بیا یوازی د افغانانو کار دې پدی لار
ه کی هیڅ  کوم بهرنۍ هیواد زموږ مرسته  نشي کولې د ا د هیواد د هر شاعر لیکوال ژورنالیست  هنرمند او د ټولنې د ړوند آندي ملی او اسلامی دنده ده چی  دا    ارزښتونه  بیرته راژوندي کړي او په  هیوادکی دسولی او امنیت د راتلو پخاطر خپل ټول قوت پکار واچوي  پری نږدي   چې زموږ دا ویجاړ  او وران  وطن نور هم د جنګ په سرو لمبو کی وسوزي او د هری ورځې په تیریدو سره د کونډو رنډو او یتیمانو په شمیر کی نور هم زیاتۍ راشي.

د سولی پیغام کتاب زموږ  د جنګ ځپلي رنځوری  ټولنی کی د سولی او ورورګلوي د پیغام د خپرولو په موخه  د سولی د بین المللي ورځی په ویاړ خپره  سوې ده، پدی کتاب کی د حفیظ له خالد یو شمیر پښتو او دری شعرونه او لیکنۍ چې  وطن کی د سولی، پخلاینۍ او روغې جوړې  د ضرورت په اړه دي  راټول سوي  دي ، دا کتاب په نوي مخونو کی د دانش د خپرندویزی ټولنې لخوا  په ډیر  ښه  صحافت له چاپه راوتیلی ده ،  څرنګه چی لیکوال د کتاب په سریزی کی هم ورته  اشاره کړې د کتاب اکثر لیکنې  د هیواد دپیښو په مقابل کی د لیکوال  غبرګون او د زړه آواز ده  د بیلګی په توګه کله چی هغه اوري دهیوا  د ښوونځي  چې  د وطن راتلونکی نسل د ښوونی او روزنی ځای دی په بیرحمۍ سره  سوزول کیږي اویا خبریږي  چی د بلیونونو ډالرو بهرني مرستو او بین المللی ټولنې  په موجویت  کی د هیواد په ځینو سیمو کی  زموږ هیواد وال د بیوزلۍ او نیستي نه  د وچی ډوډۍ د اخستلو وس نلري او دی ته مجبوریږي چی د ډوډۍ پرځای واښه وخوري  خالد لکه خپلو نوروهیوادوالو  د خپل وطن  پدی  ناوړه حالت ځوریږي او د ( وطن حال  ) تر عنوان لاندی  خپل غبرګون د داسې زړه بوګنونکو  پیښو په  مقابل کی  د نظم په ژبه داسی بیانوي  :

هرښوونځی چی په وطن کې نن سوځیږي
زړه می اور واخـــ
لي هـــډونه می ویلیږي
چې د ولږې
نه انسان هلته واښه خــوري
څنــګه ستوني
نه به زمــا ډوډي تیریږي

همدا رنګه خالد د هیواد په ځینو نورو تراژیدی پیښو چی په لسګونه کورنی یی د غم په تغر کینولي  د نظمي لیکنو له لاری خپل  اعتراض پورته کوي  او د جنګ د  ښکیلو غاړو نه  غواړي چی نور دی زموږ  دی سوزیدلي بڼ ته اور نه اچوي. البته تاسو کولی شئ د کتاب ځینی برخی  د انتر نټ په مټ دلته ولولی اما که غواړئ  له دی لاری افغان یتیمو ماشومانو سره هم مرسته وکړی تاسی کولئ شئ کتاب د لاندی ادرسونه لاس ته راوړئ د کتاب د پیرودلو ټول عاید به دافغان بی پلاره او بیوزلو ماشومانو سره د مرستی په لار ه کی  وکارول شي :

زموږ ګران هیوادوال کولی سی د کتاب د لاسته راوړلو لپاره د  سولی پیغام  له پتی له لاری موږ  سره په تماس کی شي .


پيشگفتار :

    هیچ انسانی ولو هر قدر بی احساس نیز باشد نمی تواند در برابر حوادث و رویداد های کشور و زادگاه خویش بکلی بی تفاوت باقی بماند، انکشافات صریح در عرصه پخش اطلاعات طی سالهای اخیر سبب گردیده است اخبار حوادث و رویداد ها بسرعت در سراسر جهان  پخش گردد، اگر تا چندی قبل برای رسیدن خبر یک حادثه درسراسر جهان به چند ساعت  وقت نیاز بود امروز این مدت به دقیقه  و ثانیه ها تقلیل یافته است، اکثر رسانه های بین المللی اخبار حوادث مهم را بطور زنده همزمان در سراسر جهان پخش می نمایند.

  طوریکه هموطنان عزیزما اطلاع دارند طی سالهای اخیر یکبار دیگر اخبار حوادث وتحولات کشور ما در صفحات اول اخبار حوادث جهان قرار گرفته است ولی با دریغ و افسوس که بخش اعظم  این گذارشات نه در موردآغاز زندگی صلح آمیز در کشورما بلکه در رابطه به قتل افراد بیگناه سوختن مکاتب و موسسات تعلیمی و دریک کلمه ادامه جنگ ،خونریزی و برادر کشی در سرزمین افغانها بود، مقالات و اشعار که در این مجموعه جمع آوری گردیده در حقیقت عکس العمل  بنده  در برابر رویداد ها و حوادث ناهنجار چند سال اخیر در کشور بوده است.

   هر سروده  ومقاله  این مجموعه داستانی در عقب خويش دارد بطور مثال در یکی از روز ها وقتی سری به یکی از ویب سایتهای خبری زده از آغاز تا انجام فقط اخبار جنگ کشتن ویرانی و خونریزی در کشور را در آن یافتم فریادی از اعماق وجودم بزبان شعر طنین انداز گردید که آن رسانه خبری و یا همان قاصد حوادث کشور را چنین مورد خطاب قرار میداد:

ای د وطن قاصده جار دې شمه

 بس کړه نور ماته د جگړو خبرې  ۰۰۰

 همچنان وقتی از طریق رسانه ها اطلاع حاصل نمودم تعدادی از جوانان بی بضاعت ولایت لغمان که برای پیدا نمودن لقمه نان حلال روانه کشور ایران بودند در راه بطور مظلومانه بشهادت میرسند بحیث یک اافغان نتوانستم  در برابر آن  جنایت  نابخشودنی خاموش بمانم و فریادم را در قالب شعر چنین ابراز نمودم:

د لغمـان خــوارو بچيانـــو     

ای د ظلم قــربــا نـيا نـــو ...

  به همین ترتیب وقتی از رسانه ها شنیدم درین قرن بیست و یکم  در یکی از ولسوالیهای ولایت بدخشان هموطنانم  از فرط گرسنگی و فقر در موجویت جامعه بین المللی در کشور و سرازیر شدن بلیون ها دالر کمک علف میخورند درد و تاثرهمه وجودم را فرا گرفته عکس العمل خویشرا در برابراین وضع  رقتبار در سروده د وطن حال چنین بيان داشتم :

 

چې د ولږې نه انسان هلته واښه خوري

څنگه ستوني نه به زما ډوډۍ تېرېږي

    بقیه اشعار و مقالات نیزعکس العملی بوده در برابر حوادث کشور که بطور پراگنده در تعدادی از ویب سایتها به نشر رسیده البته چند شعر ادبی و اجتماعی دیگر نیز زینت بخش این مجموعه بوده است.

   چون تصمیم به انتشار این مجموعه(پيام صلح) را بر اساس تقاضای دوستان هنگام اقامت خویش در کابل گرفته بناء با در نظر داشت محدویت وقت مجموعه عاری از کاستیها و نواقص نبوده که امید وارم خواننده گان گرامی با بزرگواری خویش این کاستی ها را نادیده انگارند، قابل یاد آوریست که این نشریه شامل همه ای مقالات و اشعار بنده نبوده صرف مقالات و اشعاری را شامل می باشد که  در همان مقطع زماني برایم قابل دسترسی بود.

   اجازه دهید اشعار این مجموعه را با وصف همه ای کاستی ها ی آن بمناسبت روز جهانی صلح به هموطنان عزیزم که از سه دهه بدینسودر آتش جنگ خانمانسوز و ویرانگر می سوزند تقدیم نمایم..

   به امید روزیکه کبوتر صلح در وطن مشترک ما افغانستان عزیز په پرواز آید.

با احترام

حفیظ الله  خالد / خوشحال مینه کابل

۱۴ اسد سال ۱۳۸۸ هجری شمسی

اگست سال  ۲۰۰۹  م

 

 


لمړی برخه

نظمي لیکنئ

الف : پښتو نظمونه

ای د وطن قاصده !

               د دلوې د مياشتې په ۱۹ کله چې مې د ټول افغان ويب پاڼه د وطن د ورځني خبرونو د لوستلو لپاره خلاصه کړه تقريبا ټول خبرونه  د انسانانو د وژلو، بمباريو د ښوونځيو د سوځېدو او زموږ جنګ ځپلي وطن کې د جنګونو او وينې بهېدو په هکله وو، د خبرونو د لوستو نه وروسته ماته د غم او خواشينۍ يو دردونکی احساس راپيدا شو هغه هم پدې وجه چې دنيا کومه خوا ته روانه ده او زموږ د وطن څه حال دی ، لرې به نه ځو همدا څه موده مخکې زموږ غربي ګاونډي خپل لمړی فضائي راکټ خارجي فضاء ته واستوه په همدې تصوراتو کې مې قلم او کاغذ واخيست او د زړه احساس مې په يوې لنډې نظمي ليکنې کې راوست.

 

ای د وطن قاصده جـــار دې شمه
بس کړه نور ماته د جـګـړوخبــرې
د اعدامــونــواو پاڼســــو خــبــرې
د بمبــــــــاريــواومــرګــــو خـبـــــرې
هــر خوا د ويـنې بهــــېدو خـبــــرې
د مکتبـــو د ســــوزېــــــدو خــبرې
 

زه  د وطــــن حالــت ځپلـــی يمــــه
له خپلې مېنې ېی شــــــړلی يمــــه
په پــردېسۍ دلتـه راغلـــى يمــــه
غم د وطن په زړه ويشتلـی يمــــه
زه دې خبرو نه نورستـــــړى يمــــه


ماته پيغــــام د ورورګلــوۍ راوړه
خبـر د ســـولــــې او ورورۍ راوړه
د وطـــن بــڼ ته ګل غوټــــۍ راوړه
ما ته شمشاد دغرونو بوى راوړه
زېرى د مينــې اودوســــتۍ راوړه
يـــو نيــــم خــبـــــرد آبـــــادۍ راوړه


ای د وطن قاصــده جـــاردې شمه
ترڅـو بــه اورم دا کـــږې خـبــــــرې
د خپل ولـــس د جنـازې خـبــــــرې
زه زغمی نشم دا ترخـې خـبــــــرې
ماته لږ راوړه نورخوږې خـبــــــرې
د ســولې امـن او جرګـې خـبــــــرې

 

ای د وطـن قاصــده جــاردې شمه

ماته پيغـام د ورورګلــــوۍ راوړه

خبــــر د ســــولی او ورورۍ راوړه

د وطـــن بڼ ته گل غـــوټــۍ راوړه

خبـــــر د مينــــې او ورورۍ راوړه

*  *  *

 يکشنه د دلوی د مياشتې۱۹/  1388 ويانا


 

د وطن حال

 

هرښـوونځی چې په وطن کې نن سوځېږي

زړه مــې اور واخلــي هــډونه مــې ويلېــږي

 

چې د ولږې نه انسـان هلتــه واښــه خـــوري

څنګـــه ستــوني نه به زمــا ډوډۍ تېـــرېږي

 

چې د کنـــډو ړنـدو حــــال نه بيــا خبــر شــم

د هغــوى پــه بېــوســۍ مــې زړه ځــورېــږي

 

هــر انســان چې د جنــګــونو قــربانــي شــي

دا مــاشــوم زړګی مــې وينــې کـې لمــبېږي

 

خــو چــې واورم بيــــا وطــــن کې ارآمــي ده

زه ارآم شــــم د زړه بــــڼ مــی زرغــــونېــــږي

 

چې د خلکــو په څېـروکې خــوشـحالي وي

د خــالـــد د هيلــــو ګل نــــور هــم غــوړېــږي

 


 

د فتنو بازار

 

د فــــتنـــــو پــــه تــــود بــــازار کې

هـــــــر بــــــــدل تېــــــــږه غمــــى دى

 

د درواغــــــــو يــــــــارانــــــــې کــــې

مينــــې هــــر يــــو لېــــــــونــــى دى

 

هــــــر ګيــــــــدړ دلتــــه زمــــرى دى

هـــــر قـــــاتـــــل نـــــن مېـــــړنى دى

 

د شپـــــــې ږدي درتــــــه دامـــــــونه

ورځ کــــې تا نــــــه سپېــــــلنى دى

 

دلتــــه پــــاو، چــــارکــــى نشتـــــه

هــــر يــــو ځــــانتــــه يــــو منــى دى

 

ځــــانځــــاني يــــو بــــد مــرض دى

چـــې نيــــولى يې زوړ زلمــــى دى

 

پــــوه نــاپــــوه تــــوپيـــر اوس نشته

چــــې پيســــــې لــــــري ســــــړى دى

 

لافي هــــر يــو د خــــدمــــت کــــړي

کـــه مــــــو خپـــل او يا پـــردى دى

 

مــــالــــوم نــــه دى دې بــــازار کې

کــــوم يــــو غــل کوم کاروانى دى

 

هر يو خپــل آس باندې سپور دى

ولــــس خــــوار پــه نــــس وږى دى

 

خـــواخـــوږي  لـــه منځــــــه تلــــــې

نـــــه د خــــــوارو لاس نيـــــوى دى

 

نــــــه د وږي د نـــس غـــــــم شتـــــه

نه يتيـــــم ســــــره زړه ســــــوى دى

 

هــــر يــــو څــــاه کنــــي يــــو بــل ته

ورور وژنـــــــه يـــــــــــو بــــــــرى دى

 

د فتنـــــــــو دوکـــــو لـــــه لاســـــــــه

د خالـــــد تل خـــــوړيــن زړګى دى

ويانا - ۲۰۰۸


 

ای ښايسته سپينې کوترې

 

ای ښايســته ســپينې کوتــرې

ســــــولـــې  نښـــــې بختـــــورې

بيــــا را والــــوزه آســــمان تــــه

ســـولـــه راوړه دې جهـــان تــــه

زمــوږ وران افغــانـستــان تـه

 

چـــې انســـان هلــــته زورېـــږي

هــر خـــوا ويــنې  دي  بهـېـــږي

دجنـګ اور هـر خـوا خـورېـږي

اور کې  وچ لامده ســــوزېــږي

ځوانـې هيلــې خــاورې کېــږي

پـــه سپــرلــي ګــلا ن رژېــــږي

 

ای ښايسـته سـپينې کــوتـــرې

ســـــولـــې نښــــــې بخـتـــورې

بيــا را والــــوزه آســمــان تــــــه

ســـــولــه راوړه دې جهـــان تـــه

زمـــوږ ګـــران افغانستـــان تـــه

 

دلتـــه هــــر خــــوا دښمــنـــي ده

د دې خــــــاورې  تـــــباهـــــي ده

بــــې وزلــــي ده بــــې وســـي ده

بيـــا را والـــوزه آســــــــمان تـــه

ســــوله راوړه هــــر انســـــان ته

 

امــــن تل  يـــــو ضـــرورت  دی

ســــوله  لار  د انســـــانيت دی

ســـولـــه  مينــــه  محبــــت  دی

جنګ بيا کرکه  ده نفـرت دی

 

ای ښايستـــه سپينـې کـــوترې

ســـــولـــې  نښـــــې بختــــــورې

بيـــــا را والــــوزه آسمــــان تـــه

ســولـــه راوړه دې جهــــان تــــه

زمـوږ ګـــران افغــــانستــــان ته


 

افغان حاجيانو ته

 

حاجيانو خدای کور ته سفر مو پخيـر

د وطـــن ســولـــې  لـــه دوعـــــا وکــړئ

 

هلتــه مـنــا  او ابـراهيـــــم مقــــام کـــې

د خــــدای دربــار تـــه  التجـــا وکـــړئ

د دې نــــاوريـــن د ختـــمېــــــدو لپــاره

عــــــــــذرو زارۍ اوتمـــــــــنا وکـــــــړئ

چې دا د وينې ډک ويالــــې وچې شي

هــــــــــم نــــنواتــــــــې او ژړا وکـــــــــړئ

د هــــر بنـده مــــومــــن انســـــان لپـــاره

دوعـــــا د عفــــــــوې د ګنـــــــاه وکـــړئ

 

خــو ګورئ هلتـــه چې دواګانـې کــوئ

چـــې پـه اخــلاص اوبـــې ريــا وکـــړئ


 

د لغمان د بېوزله ځوانانو د بېرحمانه وژنې په ياد.

مرثيه

د لــغمـــــان خــــوارو بچيــانـــو

ای د ظلــــم قـــــربــا نـيــــا نــــــو

د ژوند پېټـــی مـــو په شـــا وو

مـــــزدورۍ  پســـــې روا نــــــــو

خپل تعليم مــــوکــــړ نيمګـړی

د   نس غم کې  وۍ خــــوارانو

د نېستۍ نه موکور پرېښـــــود

د ر پـــــــه درو مــــــزدورانــــــــو 
 پــــه زړو جــامـــــو کــــې لاړۍ

ای بـــــېوزلـــو مـــظلــــومــانـــو

خبــــر نــــوۍ پــه مـيــــونــد کې

لار نــــېــــولــــې جــــــلا دانـــــــو

د انسان د ژونـــد ارزښـــت بيــا

دوۍ ته ټيـټ دی لـــه چــرګانـو

پــه کــوم ديــن کــې روا شــوی

قــتــل عــــام د انــســــانــــانـــــو

خدای ورکړی ژوند دوی اخلي

دخدای پـا ک له بنـــده ګا نـــــو

صبر غواړوکورنۍ ته اوخپلوانو

جنتونه مونصيب شه شهيدانو


پـاکــه مينه

 

هر خوا تــه چــې ګــورمــه چلــونــه دي
پاکه مـينـــه نشــته هــــوســـــونـــه دي

 

هســـې دمطلــبــــــو يــارانــې شـــولـې
لاړو صداقــــت دوکې چــمـــونـــه دي

 

مينه بازاري شوه پلورل کېـږي اوس
ايښي دي ليلام ته ښکلــو زړونه دي


دلتـــه د درخـو ميـنـــه نـــورختمـــه ده
نـن د آدم خــان  کيســې خـوبونــه دي

 

ميـنه ســـرښـنــدنـه قربــانــي غـــواړي

مينـــې کې دردونــه او غمــــونـــه دي

 

مينــــه د پـايمخــــو ســــره نـه ښـــــائي
زړه کې مـــې د مينـــی پرهــارونه دي

 

چاته مې د خپــل زړګي حـــال ووايـــم
منځ کې اوچت غرونه دېوالـــونه دي

 

زه خــــالـــد د پــاکې ميــنـــې تــږی يـم
لاس کې مې راوړي ســره ګلـــونه دي

 


 

 

 ب : سروده های درى

وای بر ما

 

وای بـــر مـــا که زدامـــان وطـــن  دورشـــديــــــم

دربـــــدر بــی کـــــس وآواره ورنـجــــورشــــــديـم

 

ســـوی هــــر در چـــــو برفتيـــم  به   امـيد  پـــناه

طــرد گــرديـــــده ازآن خـــــانـــه ومنفــورشــديــم

 

هيچکس تــرک نگويد برضــا ميــهــن خــويش

چــو بســوختيــم رهی مشــهد و لاهــور شــديـم

 

زندگی در وطــن خــويــش چــه  شــاهــانــه  بــود

مــا درايــن بی وطنــی چــاکرومــزدور  شـــديــم

 

جـــز بــــه دامــــان وطــــن کی بــــود  آرامــی  دل

ای دريغا کــــه به اين حــــادثه مجــبورشـــــديــم

نخــــل پائـيـــــزی مــــا را نبـــــود  هـــيچ ثــمـــری

چـــوازآن گلـشـــن وازريشـۀ خـــود دورشــــديـم

 

مـــا درعلـــم وهنـــــر شـهـــرۀ  عـــالــم  بــــوديــــم

حــال به توليدگرچــرس وبنگ مشهـــورشديــم

 

خالــد در يـــاد وطــــن رفـتـــه و فـــرياد کشــــيد

وای بــــرمــــا کــــه زدامـــــان وطــــن دورشـــديم

 


چرا ايـن جنـگ بـی پـايـان؟؟؟

 

چــــرا ايــن جنـــگ بــی  پـــايــــان؟؟؟

بـــه هــــــر ســــــو خــــــانــــه ء ويــــــران

 

همـــــه جـــــا گشـــــــت قبـــــرســتـــــان

مـــــگـــــر خــــــــــون  بشـــــــــــر ارزان؟

 

مبـــــــــاح الــــــــــدم شــــــــده انســـان؟

و يــا مــــلک اســــت بی ســــلــــطان؟

 

چـــــــــــرا آواره اســـــــــــت افـــــغـــان؟

بــــــدور گيــتـــــــی ســــــــــرگــــــــردان

 

گهــــــــــی درگيـــــــــر در تــــوفــــــــــان

زمـــــــانـــــــی  بســـــــــته در زنـــــــدان

 

ز جــــــبــــــــــر وحــــشــــــــــــت ء دوران

پنــــاجــــو مــــی شـــــــــــود انســــــــان

 

چــــــــرا در ســــــــوگ فــــــــرزنـــــدان؟

گـــــــل اميــــــــد ايـــــن بــــــوســـــــتان

 

هـــــــــــــزاران مــــــــــادری افـــــــغـــــان

همــــــــه بــــــــا اشــــک درچــــشمــــان

 

دل پـــــــــــرغـــــــصــــــــــه و نــــــــــــالان

بقـــــــبرش مـــــــيکنـــند گــــــــريـــــــان

 

چــــــرا اطـــــــــفال و نـــــونـــــهـــــالان؟

بجــــــــــــای دانـــــــش و عـــــــــرفــــــان

 

بـــــــــــرای کســـــــــــب رزق و نـــــــــــان

ز صبــــــــح تـــــــا شــــــام در خيـــــابان

 

گــــــر آفتــــــاب اســـــت يــــــا بـــــاران

بــــــه کــــارشــــــاقــــــه ســــــرگــــــردان

 

چــــــــرا  نــــــــابــــــــــــودی انســـــــان؟

چـــــرا کشـــــــــور شــــــــــود ويـــــران؟

ز دســــــت جــــــــــاهـــــــــــل و نــــــادان

چـــرا ايـــن جنـــگ بــــی پـــايـــان؟؟؟

 

خـــدايــــــا رحـــم کــــــن بـــــــــرمـــــــان

کـــــه درد مـــــاســـــت بـــــی درمــــــان


ویانا 
۱۸ اگست ۲۰۰۸

یادداشت : هرگاه مایل به مطالعه همۀ مطالب کتاب باشید لطفا به ادرس پیام صلح تماس حاصل نمایند۰

                                      Mainpage      HASCO 

 

 
 
 Address : The Message of Peace, P O BOX  5984 Kabul Afghanistan